Skip Ribbon Commands
Skip to main content

د څېرې له لارې پلټنه یا موندنهکډوال په اروپا کی

کور

زموږ په اړه


Trace the Face د سره صلیب او سرې میاشتې وېب پاڼه ده، چې کډوالو او د هغوی کورنیو سره بیا یو ځای کېدو کې مرسته کوي.

اروپا ته کډه کېدو پر مهال، کورنۍ سره د اکثرو خلکو اړیکه پرې کېږي. ځینې بیا له هغو خپلوانو څخه چې ورسره سفر کوي جلا کېږي. بیا اړیکه ټینګونه تل اسانه نه وي، په ځانګړی ډول هغه مهال چې کورنۍ هم سفر کې وي. Trace the Face په ځانګړی ډول کډوالۍ اړوند دغې ستونزې اوارۍ لپاره جوړه شوې وه: خلکو سره خپلو هغو خپلوانو موندلو کې چې د اروپايي هیوادونو په لاره هر چېرته کېدلی شي مرسته وکړي. هغوی یوازې د سره صلیب او سره میاشت ملي ټولنو یا ICRC کارکوونکو موجودیت کې لیدل کېدای شي.

Trace the Face چې په کال 2013 کې د اروپایی هیوادونو د سرو میاشتو (آی سي آر سي) د فتر لخوا جوړه شوه، یوه وېب پاڼه ده، چېرې چې خلک خپل ورک خپلوان لټوي او خپل تصویر خپروي. هیله ده، چې هغوی ورک شوي خپلوان یا داسې کس چې د هغوی اړوند معلومات لري وپېژندل شي. له 15 لږ عمر لرونکو ماشومانو تصویر، له ممکن خطر څخه د هغوي خوندیتوب لپاره نه عام کېږي. هغوی یوازې د سره صلیب او سره میاشت ملي ټولنو یا آی سي آر سي کارکوونکو موجودیت کې لیدل کېدای شي.

هره اوونۍ یوه کورنۍ سره بېرته نښلول کېږي!

Trace the Face څخه مننه، زیات نه زیاتې کورنۍ یو بل پیدا کوي. په اوسط ډول، هره اوونۍ کې یوه کورنۍ، او دغه شمېر په زیاتېدو دی. له دې هم زیاتو خلکو سره خپلو عزیزانو سره وصل کېدو لپاره، له نورو سره یي شریک کړئ.

په 7 ژبو وېب پاڼه

Trace the Face اوسمهال په 7 ژبو کې موجوده ده: عربي، دري، انګلیسي، فرانسوي، پښتو، سومالي او هسپانوي. نورې ژبې هم اضافه کېږي.

Trace the Face یو پوسټر هم دی

د Trace the Face کارولو لپاره د یو کس تصویر په پرلیکه توګه خپرول لازمي نه دی. خلک همداراز یوازې د Trace the Face پوسټر کې د خپل تصویر ښودل انتخابولی شي. دغه پوسټر کې د هغو خلکو چې خپل خپلوان لټوي 16 تصویرونه ښودل شوي. هره میاشت، نوی پوسټر له مختلفو تصویرونو سره چاپېږي. دا بیا د Trace the Face ګډون کوونکو هېوادونو او د هغوی د سره صلیب یا سره میاشت محترمو ملي ټولنو او آی سي آر سي دفترونو ته استول کېږي. پوسټرونه هغو موقعیتونو کې چې ډېر امکان لري د کډوالو له لوري ولیدل شي لګول کېږي.

کوم هېوادونه دغه پروګرام کې ګډون کوي؟

Trace the Face داسې وېب سایټ دی چې نړۍ کې یي هر کس له هر ځای لټولی شي، مګر دا چې ټولو هېوادونو کې د یو کس تصویر خپرول ناشونی وي. لاندې نقشه کې هغه هېوادونه ښودل شوي چېرې چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ دغه خدمتونه وړاندې کوي. له نیکه‌مرغه، زیات نه زیات هېوادونو له دغه پروګرام سره یو ځای کېږي.



د ګډون کوونکو هېوادونو لېست

که څوک هغه هېواد کې وي چې Trace the Face نشته، یا بل حالت کې خپل کوم خپلوان چې - د مثال په توګه د جګړې له امله - ورک شوی وي لټوي، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ هغو ی سره هم مرسته کولی شي.

​​​

له سره صلیب او سرې میاشتې سره په اړیکه کې شئ

د اړیکې پرانستې فورمه

​​

د کورنیو اړیکو د بیا ټینګولو ویبپاڼه

دا ویبپاڼه په familylinks.icrc.org پورې اړه لري. دا هغو لا درکه شویو کسانو ته ځانګړې شوې، چې د جګړو، طبیعي پېښو یا کډوالۍ له کبله لا درکه شوي وي.