Skip Ribbon Commands
Skip to main content

د څېرې له لارې پلټنه یا موندنهکډوال په اروپا کی

کور

خپل انځور خپور کړئ

زموږ په مرسته، تاسې خپل انځور خپرولای شی. که د کورنۍ د غړي په لټه کې یاست چې د کډوالۍ له کبله مو ورسره اړیکه له لاسه ورکړې وي؛ نو تاسې په دې ویبپاڼه او همداراز په هغو کوچنیو کتابونو او پوسټرونو کې هم خپل انځور خپرولای شی، چې د سره صلیب ملی ټولنو، سرې میاشتې ټولنو اوسره صلیب له لارې کارول کېږي.

که غواړی چې ستاسې انځور خپور شي، ترڅو له خپلوانو سره د بیا اړیکې نیونې شانسونه یا فرصتونه مو ډېر شي؛ نو :

په کوم هېواد کې چې اوسمهال اوسېږی؛ نو مهربانی وکړی دهغه هېواد د سرې میاشتې له ټولنې یا آی سی آر سی سره اړیکه ونیسئ.

مهربانی وکړی دهغه هېوادونو نوملړ وګورئ، چې موږ پکې ستاسې غوښتنه پروسس کولای یا پر مخ وړلای شو.

ستاسې د موقعیت په اړه معلومات او شخصی معلومات به په محرمانه توګه وساتل شي او یوازې به د سره صلیب، سرې میاشتې او آی سی آر سی د دفترونو له خوا به ترې ګټه پورته شي. دا غوښتنه هم کولای شی چې انځور مو خپور نشي، که تاسې له خپل ورک شوي خپلوان سره بیا اړیکه ټینګه کړي وي، اویا دپروسی په هر پړاو کې چه یاست



له سره صلیب او سرې میاشتې سره په اړیکه کې شئ

د اړیکې پرانستې فورمه

د کورنیو اړیکو د بیا ټینګولو ویبپاڼه

دا ویبپاڼه په familylinks.icrc.org پورې اړه لري. دا هغو لا درکه شویو کسانو ته ځانګړې شوې، چې د جګړو، طبیعي پېښو یا کډوالۍ له کبله لا درکه شوي وي.