Skip Ribbon Commands
Skip to main content

د څېرې له لارې پلټنه یا موندنهکډوال په اروپا کی

کور

د محرمیت پالیسي

مخکینې پاڼه

دا زموږ د محرمیت د پالیسې خلاصه ده. د محرمیت پوره پالیسي په انګلیسي کې د لاسرسې وړ ده.

آنلاین خپرونې

د سره صلیب نړیواله کمیټه (آی سي آر سي) یا اړونده سره صلیب یا سرې میاشتې ملي ټولنې وروسته له دې چې په ساحه کې د معلوماتو بیاځلې کتنه وکړي او د لا درکه شویو کسانو کورنیو یې د خپرونې رضایت ورکړي وي؛ نو ممکن د لادرکه شویو کسانو او د دوی د کورنیو با اعتباره لسټونه خپاره کړي.

کله چې دا زموږ د ګټه اخستونکیو په بهترینه ګټه کې وي او دا چې کورنۍ وموندل شي یا دا چې خبرې کړای شي؛ نو موږ ممکن د ټپي یا مړه شویو کسانو نومونه یا (بې له نومونو څخه) دهغو کوچنیانو عکسونه چې له خپلو کورنیو څخه جلا شوي وي،هم خپاره کړو.

کله چې ستاسو او ستاسې د خپلوانو په اړه معلومات خپاره شي، که چېرته ورته اړتیا وي او ستاسې د غوښتنې له مخې وي؛ نو موږ یې بیا هم په ویبپاڼه هم کې ړنګولای یا تصحیح کولای شو، خو موږ هغه معلومات ړنګولای یا تصحیح کولای نشوی چې په نورو ویبپاڼو یا رسني کې خپرېږي.

له تاسې څخه کوم معلومات راټولېږې

تاسې اکثرو پاڼو ته لاسرسي درلودلای شی ( لکه خبرونه، زموږ د خبرونو په اړه معلومات، د خلکو لسټونه) بې له دې چې دا ووایې چې تاسې څوک یاست.

موږ به له تاسې څخه معلومات راټول کړو ، چې کله تاسې تصمیم ونیسی چې:

  • یوه غوښتنه وسپارئ، له موږ سره مکاتبه وکړی یا دا چې معلومات شریک کړی
  • خپل نوم یا دا چې د لادرکه شوي کس نوم خپور کړئ
  • زموږ د انلاین خدمتونو په یو کې یې ګډون وکړئ
موږ ستاسې معلومات څرنګه کاروو

ستاسې معلومات به یوازې د بشرپاله خدمت په برابرونې کې، زموږ د ویبپاڼې په بهبود او تاسې ته د معلوماتو په لېږدونه کې وکارول شي. معلومات یوازې له آی سي آر سي د سرې میاشتې او سره صلیب له ملي ټولنو سره شریک کېږي، مګر دا چې بل شان ذکر شوي وي. آی سي آر سي پر هیچا باندې معلومات نه خرڅوي او نه یې هم په کرایه ورکوي.

ستاسې معلومات څومره خوندي دي

آی سي آر سي به پر ټولو معقولو اقداماتو لاس پورې کړي ترڅو ستاسې معلومات خوندي کړي. خو موږ په مکمل ډول دا نشو ډاډمنولای چې ستاسې شخصې ارتباطات به هیڅکله هم په پټ ډول و نه څارل شي یا دا چې ناوړه ګټه ترې پورته نشي.

کله چې ویبپاڼه کاروی؛ نو موږ درته سپارښتنه کوو، چې د هغو معلوماتو له خپرولو یا هغو ایمیلونو له لېږلو څخه ډډه وکړئ چې د حساسو معلوماتو درلودونکي چې ممکن تاسې او یا بل چا ته زیان ورورسوي.

اړیکې

د غوښتنو او پوښتنو لپاره لطفا په .......... کې له آی سی آر سی سره اړیکه ونیسي


مخکینې پاڼه